سیاست

دستر اومخور عالم مولوي عبدالروف قندهاري دمړينې دسلم تلين دسيمينار له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
  دستر اومخور عالم  مولوي عبدالروف قندهاري دمړينې  دسلم تلين دسيمينار له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  پيغام .
مولوي عبدالروف  قندهاري دشلمې ميلادي پيړۍ د کلونوپه پيل کې  زموږ دهيواد له علمي او دسترو غورځنګونو له مشرانوڅخه و .
مولوي عبدالروف دخپل دوران په مروجو علومو کې تبحردرلود دپوهي له زده کړې ،  مطالعې ، ليکوالي ، ويناوالي او لوست سره مينه دده دنوميالي علمي کورنۍ له مشرانوڅخه  په ميراث ورته پاتې وه .
دوخت په شاهي مدرسه او حبيبيه دارالعلوم کې لوست ورکولو ، دکابل له پوهانو او روښانفکرانو سره داړيکو ټينګښت، دازادي غوښتنې اودملي ويښتيا روحيه دده په بدن کې پراخ بنسټه کړه .
دافغانستان دخلکو د ويښوولو او دغه راز دده  دزمانې له پرمختګ ، ترقي او تجدد سره دافغانستان دخلکو بلدتيا او دنويو مفکورو دطرحې په مقصد ، دسراج الاخبار دټولنې دغړو په ملګرتيا چې په خپله ددغې ټولنې رييس و – سراج الاخبار افغانستان يې تاسيس کړاو لومړي ګڼه يې دده په مديريت د ١٢٨٤هجري لمريز کال دمرغومي په دوه ويشتمه نيټه خپره شوه خو دزمانې دجبر له امله دويمه ګڼه يې وځنډول شوه .
هغه څراغ  چې مولوي عبدالروف قندهارى او دهغه مبارزو ملګروروښانه کړى و ، ددويم ځل لپاره په ١٢٩٠هجري لمريز کال کې دمحمود طرزي له خوا روښانه  شو اوکلونه کلونه يې دتجدداو تنور دروښنايي په خپرولو او دمخکښومفکورو په خپرولو سره  دافغانستان خلکوته دقدر وړ خدمتونه وکړل .
مولوي  عبدالروف قندهاري ددې هيواد بچيان  دهيواد پالنې په روحيې سره وروزل او يو شمير اثار يې په يادګارپريښودل چې دفرهنګ په وده کې رول لري .
داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه کوم  چې دفکر اومفکورې ددغه نوميالي  دمړينې دسلم تلين  په مناسبت يې ننني سمينيار جوړ کړى دى.
  هيله لرم ستاسو په ننني سيمينار کې  دمولوي عبدالروف  قندهاري د شخصيت ،مفکورې او کارنامو په باب ګټورې خبرې وشي او په دې اړوند په زړه پورې ټکي روښانه شي .
  په پاى کې ددغه سيمينارجوړونکو اوبرخه والو ته شاباسي وايم او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دسمينيار د برياليتوب هيله کوم .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته