امنیت

په پروان کې ديوې زياتې اندازې چاوديدونکو توکو او دجنګي وسايلو کشف

 چاريکار باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
دپروان ولايت د امنيتي ځواکونو دکشفي عملياتو په بهيرکې  دوه ټنه 
چاوديدونکي توکي او مهمات ترلاسه شول.
دپروان ولايت دملي امنيت رئيس  جنرال صنم ګل سهاک  باخترآژانس ته وويل   چې په دغو چاوديدونکو توکو کې ٢٣ پنځوس کيلويي بورۍ امونيم نايتريت  چې د چاوديدونکو توکو په  جوړولو کې کارول کيږي شته  چې پرون د ملي امنيت دځواکونو  داوپراتيفي کار له امله او دملي پوليسو او دملي اردو په همکارۍ دبګرام او دسيدخيلو دولسواليو په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه شول.
جنرال سهاک زياتوي چې ددغوتوکو په کشف سره په پروان کې  دڅوتروريستي
بريدونو مخه نيول شوې ده  او دپروان امنيتي ځواکونه هر وخت  د دښمنانو هر راز ناوړه هدفونه او پلانونه  شنډوي او جازه نه  ورکوي چې د ولايت امنيت ګډوډ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته