کندز باختر دتلې دمياشتې ١١ نيټه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دکندز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه طالبان ددغه ولايت دامام صاحب ولسوالۍ په کنجک او جوي بيګم کلي کې په هوايي او ځمکينو عملياتو کې ووژل شول
جمشيدي زياته کړه د دغو عملياتو په بهيرکې اته تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول اود دښمن يوه قرارګاه او دوه کلک سنګرونه هم له منځه وړل شوي دي .
پاى ع ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ