سیاست

د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۹۳ ملیونو افغانیو په ارزښت دوه قراردادونه منظور کړل

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون د شنبې په ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د بېلابېلو دولتي ادارو شپږ قراردادونه وڅيړل شول، چې له هغې جملې څخه دوه قراردادونه منظور او نور د زیاتې څيړنې په موخه راتلوونکې غونډې ته پرېښودل شول.
همدارنګه په غونډه کې په ۱۷ تدارکاتي موضوعاتو، چې په کانونو او پترولیم، پوهنې، د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا، سوداګرۍ، ښار جوړولو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي راډیو ټلویزيون د قراردادونو د ورکړې، د قراردادونو د تعدیل او د تدارکاتو د پروسې پیلول په کې شامل وو.
د ملي تدارکاتو کمیسیون د قراردادونو له څيړنې وروسته د غور او هرات د ولایتونو د امنیه قوماندانیو اعاشوي دوه قراردادونه د ۱۹۳ملیونو افغانیو په ارزښت او د ۹ملیونو افغانیو په سپما منظور کړل.
جمهور رئیس محمداشرف غني په دې غونډه کې ټینګار وکړ: هغه حکومتي مسوولین چې په قراردادونو او پروژو کې یې قانوني او وظیفوي سرغړونې، بې پروایي او فساد کړی دی ، هغوی به عدلي او قضایي مراجعو ته معرفي شي.
جمهور رئیس غني د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو ته لارښوونه ورکړه چې د باکیفیته درملو د تدارک په موخه دې د عامې روغتیا وزارت او اړوندو بنسټونو په همکارۍ په داسې یو میکانیزم کار وکړي، چې د ملي دفاع، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو اړتیاوې پوره کړي.
جمهور رئیس غني له ځوان ځواک څخه ګټه اخیستنې ته په اشارې سره وویل: د انکشافي پروژو د مدیریت په برخه کې د ځوان ځواک په موثر ظرفیت د ډډې لګولو موضوع  په هغو وزارتونوکې، چې تر اوسه یې د پروژو کارونه بهرني بنسټونه ترسره کوي، باید له بهرنیو بنسټونو څخه مسوولیتونه داخلي ظرفیتونو او کدرونو ته انتقال شي.
جمهور رئیس د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ملي پیوستون پروګرام د مالي مدیریت برخې څخه د GIZ ادارې د مسوولیتونو د انتقال عملي پلان ترتیب او کمیسیون ته وړاندې کړي.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې، عدلیې او اقتصاد وزیرانو هم حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته