Uncategorized

د هرات د اطﻻعاتواوفرهنګ سرپرست په لويديځ زون کې د يوناما دفتر له رييسې سره وکتل

کابل /د لړم ١١مه /باختر
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني پرون له غرمې وروسته په لويديځ زون کې د يوناما دفتر له رييسې سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني په هرات کې د بشر د حقوقو د حالت بشپړ تصوير وړاندې کړ او ويې ويل، د افغانستان اسلاامي امارت په ټول توان سره د اسلااي فرهنګ پربنسټ د خپلوخلکو د بشري حقوقو ملاتړ کوي او د ښځو د زده کړې ، تحصيل اوپه دولتي ادارو کې د ښځو د کار په اړوند پر يوميکانيزم کار دوام لري.
مولاناحقاني د ژمي رارسېدو ته پر پاملرنې د افغانستان له خلکوسره د نړيوالوموسسو پرمرستې تينګاروکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته