سیاست

د نورستان ولایت یوشمیر مشرانو او مخورو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجينیر محمد خان سره وکتل

کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٦ : 
د نورستان ولایت د راغلو مشرانو په استازیتوب په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازي مولوي احمد الله موحد، قومي مشر محمد مهران او مولوي محمد افضل د خپل ولایت د امنیتي او اقتصادي ستونزو په اړه د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان ته معلومات ورکړل.ښاغلي احمد الله موحد وویل: په نورستان ولایت کې د امنیت د نه شتون له امله پراختیایي، رغونې او د بیارغونې پروژې په ځينو سیمو کې نشې پلې کیدای.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
همداراز ښاغلي محمد مهران په دې ولایت کې د ځوانانو بې کاري یوه لویه ستونزه وبلله او دا يې د دغه ولایت د نا امنۍ تر ټولو لوی لامل په ګوته کړ.
دغو مشرانو له لومړي مرستیال څخه وغوښتل تر څو د نورستان ولايت ټولو ستونزو ته رسيدګي وکړي او په دې اړه اړوندو مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
لومړي مرستيال د دوی ستونزې پر ځای وبللې، نورستان يې يو له هغو ولايتونو وباله چې پاملرنه ورته نه ده شوې او زیاته يې کړه چې د ملي یووالي حکومت به هڅه وکړي تر څو د نورستان ولايت د امنيتي ستونزو ترڅنګ نورو ستونزو ته هم د حل لارې چارې و مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته