نړۍ

د آلمان صدراعظمې جمهور رئیس حامد کرزي ته د پنجوایي د پېښې له امله د ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ مراتب څرګند کړل

کابل باختر د کب  دوه ويشتمه  

د المان صدراعظمې انګلا مېرکل نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د پرونۍ پېښې له امله چې د امریکایي ځواکونو له خوا  تنه۱۶ بېګناه وګړي ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول، د جرمني د حکومت او خلکو په استازیتوب یې خپل د خپلى ډاډ ګيرنې او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.

 

د آلمان صدراعظمه چې نن د افغانستان مزارشریف ته په سفر راغلې وه، په دې ټیلیفوني اړیکه کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د لېږد بهیر بریالی وباله اوځان له خوا یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

وروسته د هېواد جمهور رئیس افغانستان ته د راتګ له امله د آلمان صدراعظمې ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه چې د آلمان خلکو هر وخت د افغانستان د خلکو احوال اخیستی او خپلې همکارۍ یې تر سره کړي دي. چې د افغانستان په اړوند د بُن وروستی کنفرانس یې غوره نمونه ده.

 

همدا راز په دې ټیلیفوني اړیکه کې د آلمان صدراعظمې د هېواد له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د شیکاګو له کنفرانس نه مخکې جرمني ته سفر وکړي او ددغه سفر په جریان کې د آلمان او افغانستان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې اترې تر سره کړي.

 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او آلمان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو خبره د روان کال د ليندى په ۱۵ نېټه په جرمني کې د بُن د کنفرانس په جریان کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ یاده شوې وه او موافقه شوې وه چې افغانستان او آلمان به د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاس لیک کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته