امنیت

په بلخ کې په شاهين قول اردو ديرغلګرو دبريد له امله دقربانيانو شمير ٦٠ تنوته ورسيد .

کابل باختردثور  دويمه :
په بلخ ولايت کې په شاهين قول اردو ديرغلګرو دبريد له امله دقربانيانو شمير ٦٠ تنو رسيدلى دى دغه راز په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په دې بريد کې ٧٣ تنه پوځيان ټپيان شوي دي .
لومړى يوه ځانمرګي يرغلګر پرون خپل په بمونو بار موټر  ددهدادي ولسوالۍ کې د ٢٠٩ شاهين  قول اردو ددروازې په وړاندې وچاوه او وروسته يوې ډلې  يرغلګرو په دغې قول اردو بريد وکړ او له امنيتي ځواکونوسره يې په نښتې لاس پورې کړ .
يرغلګرو په قول اردو کې  په هر چاباندې چې ورسره مخامخ کيدل ډزې کولې .
  ډار اچوونکو ددغې قول اردو، جومات کې  ديوشمير پوځيانو چې دجمعې دلمانځه په اداکولو بوخت وو ، ډزې وکړې .
په پاى کې دکوماندو ځواکونوپه کار لاس پورې کړ او يرغلګر يې يوپه بل پسې په ډزو سره ووژل .
دافغانستان په شمال کې يوه جګپوړي  پوځي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې ډار اچوونکي بريد کې ٥٦ تنه ووژل شول او څه ناڅه ٥٠ تنه نور ټپيان شول خو په دهدادي او دمزارشريف په ښار کې دروغتونونوډاکتران وايي چې ترنن سهار پورې په دې پيښه کې  دشهيدانو شمير ٦٠ تنو ته رسيدلى دى  .
ده دغه راز وويل چې په دې پيښه کې ٧٣ تنه ټپيان شوي دي چې د ١٥ تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى .
په جومات کې د ډزو په ګډون ديرغلګرو دغه بريد زموږ دهېوادوالو له تندو غبرګونونوسره مخامخ شوى دى
هېوادوال د ډار اچوونکو دغه اقدام داسلامي لارښوونو پرخلاف بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته