امنیت

په سرپل ولايت کې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دوري  اووه ويشتمه :
دسرپل ولايت په مربوطاتو کې پرون دامنيتي ځواکونو او ددولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته کې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال  عبدالقيوم باقي زوى د باختراژانس خبريال ته وويل : جګړې ددغه ولايت دصياد او سانچارک   ولسواليو  په مربوطاتو کې  دامنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ  هغه وخت ونښتې چې وسله والو مخالفينو په امنيتي  پوستو ډله ئيز بريدونه وکړل .
ښاغلي باقي زوى زياته کړه په دغو نښتو کې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته