کابل باختر د چنګاښ ٤ :
په قندهارولايت کې د ماين د چاودنې له امله اته تنه ميرمنې شهيدانې شوې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
وسله والومخالفينو يو ماين د قندهار ولايت دخاکريزولسوالۍ په لاره کې ښخ کړى و چې د ملکي وګړو د سپرلۍ د يو فلاينکوچ ډوله موټر د تيريدو په وخت و چاوديد او له امله يې د دغه موټر اته تنه سپرلۍ چې ټولې يې ميرمنې وې؛ شهيدانې او يو شمېر نور يې ټپيانې شوې چې په ټپيانوکې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ