روغتیا

په ننګرهار کې دماشومانو دګوزڼ دناروغۍ بشپړ مخنيوى

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٧ :
په ننګرهار ولايت  کې  دماشومانو دګوزڼ  يا دپوليو ناروغۍ په بشپړه توګه     تر کنترول لاندې راغلې ده.
ددغه ولايت روغتيايي مسوولين وايي ؛ چې دوروستيو دوو کلونو په بهير 
     کې دماشومانو دګوزڼ د ناروغۍ  دهيڅ مثبتې پيښې شاهدان نه دي.
دپوليو دناروغۍ مخنيوي  په ماشومانو دواکسين دتطبيقولو او دغه راز      ددغې ناروغۍ دخطرونوپه باب کورنيو ته دپوهاوي دورکولو له لارې   رامنځته شوې ده .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله کامه وال باخترآژانس  ته وويل ؛  چې دوى به دغه راز دپوليو دخطرناکې ناروغۍ دبشپړ  کنترولولو لپاره  ددغې ناروغۍ دډله ييز پوهاوي  پروګرامونو ته دوام ورکړي.
ډاکتر کامه وال په لرو پرتو سيمو کې له کورنيو څخه وغوښتل که چېرې خپل ماشومان يې نه وي واکسين کړي په دې کار دې اقدام وکړي.
ده دغه راز وويل  دننګرهار په ځينو سيمو کې به  دواکسين  احتياطي دورې  ترسره شي چې دماشومانو ترمنځ ددغې ناروغۍ  دبيا خپريدو احتمال لږ شي.
پوليو يا دماشومانو دګوزڼ ناروغي  يوه حاده  ويروسي ساري ناروغي ده  چې ماشومان پرې اخته کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته