کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٢ :
په جوزجان کې د ځمکې د ويش پر سر د وسله والو طالبانو او د سيمې دخلکو ترمنځ نښته کې درې تنه ووژل شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان عبدالحفيظ خاشي د باختر آژانس خبريال ته وويل : په جوزجان ولايت کې دسيمې دخلکو او دطالبانو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښته چې طالبانو غوښتل د ملکي خلکو ځمکې له خپلو ځمکو سره يوځاى کړي.
خاشي زياته کړه : په دې پيښه چې دمرديانو د ولسوالۍ دقلعه فروک په مربوطاتو کې رامنځته شوه دسيمې درې تنه اوسيدونکي ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى وويل : په دې نښته کې يو طالب هم وژل شوى دى او کله چې پوليس ساحې ته ورسيدل طالبان له سيمې څخه وتښتيدل.
ويل کيږي هغو طالبانو چې دځمکې د ويش پرسر د جوزجان له اوسيدونکو سره نښته وکړه غوښتل يې چې دزور له لارې د خلکو ځمکې له خپلو ځمکو سره يوځاى کړي.
0 1 دقیقه لوستل