امنیت

څه د پاسه يوسلو څلويښت کيلوګرامه چرس کشف شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د لوګر ولايت پوليسو ١٤٤ کيلوګرامه چرس کشف کړل.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د التمور په کلي کې يو سلو څلورڅلويښت کيلو ګرامه اومه چرس د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت د کارکوونکو له خوا کشف او ضبط شول.
احمدزي زياته کړه: ترلاسه شوي چرس د يوه کرولا موټر په واسطه د غزني ولايت ته ليږدول کيدل چې د پوليسو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ضبط شول، خو تر اوسه پورې د دغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته