امنیت

په قندهار کې د ٤ تنو وسله والوطالبانو وژل کېدل

قندهار ښار باختر د کب ١٤
٤ تنه وسله وال طالبان په قندهار کې د څانګړو عملياتو له امله ووژل شول.
دغه عمليات تېره شپه په معروف ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو ترسره شوي دي. د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو جګپوړې قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: چې په دغو عملياتو کې ٤ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول. او ددوى درې سنګرونه له جنګي وسايلو سره يې له منځه  لاړل .
د رپوټونو له مخې ، د طالبانو سيمه ييز قوماندان ملا سنګرهم د وژل شويو کسانو په منځ کې دى .
د ملي اردو دغه قوماندان وايي : چې وسله وال طالبان په باتور کلي کې د ډاراچوونکي بريد په سازمان ورکولو بوخت و چې پرې بريد وشو.
امنيتي مامورينو نن سهار اته ماينونه  د قندهار د تګ راتګ په ګڼ ميشتو لارو کې کشف او شنډ کړل .
پاى – شکريه – فرشته احمدزۍ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته