امنیت

درې تنه په بدخشان کې ټپيان شول

٥٣- کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د يوچسپکي ماين د چاودنې له امله د ملي امنيت درې تنه منسوبين ټپيان شول.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل د بهارک ښاروالۍ ودانۍ ته څېرمه د يو چسپکي ماين د چاودنې له امله د ملي امنيت درې تنه منسوبين برسيرن ټپيان شول.
هغه وويل د دغې پېښې ټپيان د بدخشان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي او په دې اړه تحقيقات دوام لري .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته