امنیت

د ولسي جرګې دبشري منابعو رئيس شهيد شو

کابل باختر دزمري د مياشتې ٩ :
دملي شورا دولسي جرګې دبشري منابعو رئيس په يوه  چاودنه کې شهيد شو.
دغه چاودنه  پرون ماښام  دکابل ښار  دميرويس ميدان   هوايي پله ته څيرمه رامنځته شوه او  په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ د جنائي تحقيقاتو رئيس رسنيو ته وويل چې پيښه دهغه  چپسکي  ماين دچاودنې زيږنده وه  چې په يوه موټر کې  ځاى پرځاى کړاى شوى و.
ده وويل  چې په دې باب دپوليسو تحقيقات  دوام لري  اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې به ددغې پيښې څرنګوالى روښانه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته