سیاست

د بهرنيوچارو وزارت اقتصادي معين: تراوسه خپلو موخو ته نه يوو رسېدلي

کابل/ دليندۍ١٠مه/ باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معين ميرويس ناب د اسلامي همکاريو سازمان د جوړېدو په ٥٠مه کاليزه کې چې پرون په کابل کې جوړه شوه؛ وينا وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: ناب د دغه سازمان غړو، د هغه سرمنشي او په ټوله نړۍ کې ټول مسلمان امت ته د اسلامي همکاريو سازمان د جوړېدو د پنځوسمې کاليزې په مناسبت مبارکي وويله.
ناب په خپله وينا کې د اسلامي همکاريو سازمان د ودې بهير او د هغه د نويو غړو پر فعال ګډون تمرکز وکړ او زياته يې کړه: له يو اوږد (پنځوس کلن) سفر وروسته بيا هم خپلو موخو ته نه يوو رسېدلي، ډار اچونه، نا امنۍ، بې وزلۍ او تبعيض هم د ملتونو ترمنځ جدي چلنج ګڼل کېږي، خو د دغو چلنجونو د حل لارو ته د رسېدو لپاره چې نن مسلمه امت ورسره لاس او ګريوان دى؛ دغه سازمان کولاى شي ارزښتناک رول ولوبوي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته