سیاست

دامريکا قونسلګري دهرات له عدليي او قضايي دستګاوو سره مرسته کوي

کابل –باختر دتلې ١٨
دامريکا متحده ايالات دښه عدالت دتامينولو په خاطر دهرات ولايت له عدليي او قضايي سکتور سره همکاري کوي.
په هرات ولايت کې دامريکا نوى قونسلي ميرمن جولي ددغه ولايت دايساف محکمې له رييس سره په کتنه کې دعدليي او قضايي ارګانونو دپياوړتيا په خاطر دهمکاريو دنوى پړاو دپيل خبر ورکړ.
دهرات ولايت داستيناف محکمې رييس دعدليي اوقضايي دستګاوو دستونزو دلرې کولو لپاره دامريکا تخنيکې او مالي مرستې ارزښتناکې وبللې او په دې اړوند يې ددغه هيواد دمقاماتو دپاملرنې غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې ميرمن جولي وويل چې هيواد يې دهرات له عدليي او قضايي دستګاوو څخه خپلې مرستې زياتوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته