سیاست

جمهور رئیس غني د آلمان د اقتصادي چارو او انکشافي همکاریو له وزیر سره وکتل

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د پنجنشبې په ماښام  د آلمان د اقتصادي چارو او انکشافي همکاریو له وزیر ګیرد مولر سره  وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې چې په برلین ښارد جمهور رئیس په استوګنځي کې ترسره شوه،  دواړو لورو  له  افغانستان سره په  بېلابېلو برخو کې د آلمــان د اقتصادي مرستو په هکلـــه خبرې وکړ.
د آلمان د اقتصادي چارو او انکشافي همکاریو وزیر وویل ، هېواد یې ملي وجهي صندوق سره له کار موندنې سره چې تېره میاشت جمهوررئیس پرانيست ۲۵ ملیونه یورو د  کار د ایجاد په موخه مرسته کوي.
په دې صندوق کې به د افغانستان د ټولو نړیوالو همکارانو د مرستو مجموعي کچه ۴۵۰ ملیونه یورو ته  ورسېږي.
په دې کتنه کې ښاغلي ګیرد مولر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دا کلنۍ مرستې به یې هېواد تر ۲۰۲۰ کال پورې په اوسنۍ کچه  نږدې ۵۰۰ ملیونه یورو وساتي.
دواړو لورو موافقه وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې د هڅونې لپاره به آلمان تر راتلونکو شپږو اوونیو پورې په برلین کې یو کنفرانس جوړ کړي.
همدارنګه یې ټینګار وکړ، چې په آلمان کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره به په نږدې راتلونکي کې کار عملي پیل شي.
په دې کتنه کې د مسلکي زده کړو په هکله هم خبرې وشوې او موافقه وشوه، چې په ساختماني، برېښنا، انرژۍ  او کرنې برخو کې به د مهارت د رامنځته کولو لپاره  زیاته پاملرنه وشي او آلمان به په دې برخه کې مرسته وکړي، تر څو افغانستان وکولی شي په قانوني توګه خلیج او ټولو هېوادونو ته د ماهرو کارګرانو د استولو اقدام وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د دې کتنې په پای کې   د سویډن پلازمېنې ستکهلم ته په رسمي سفر لاړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته