امنیت

دوه تنه ماين ايښودونکي په کندهار کې ووژل شول

کابل باختردثور دمياشتي١٢ نيټه :

دوه تنه ماين ايښودونکي دکندهار ولايت  په معروف ولسوالۍ کې  د دوي له خوا ايښودل شوي ماين قرباني شول .؟

دکندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل دغه دوه تنه هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يي دمعروف ولسوالۍ دغونډي په ساحه کې دسيمه ييزو پوليسو ديوقوماندان کورته څيرمه يو ماين ځاى پرځاى کړي چې  دماين دايښودلو په وخت کې وچاوديد او دواړه ووژل شول.

په يوه بله پيښه کې دايساف دهوايي بريدله امله  يو ماين ايښودونکي ووژل شو.

 دکندهار دوالي  دويندوى جاويد فيصل دڅرگندونوله مخې  دغه سړى چې دکندهار  _ پنجوايۍ په واټ کې دماين په ايښودلو بوخت  و چې دايساف دځواکونو له  خوا وپيژندل شو او بريد پري وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته