امنیت

يو ماشوم دماين دچاودنې له امله ووژل شو.

کابل- باختر د کب دمياشتې ٣
په هلمند ولايت کې دماين دچاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومان په لوبې بوخت و چې په ښخ کړى شوى ماين وختل او دچاودنې له امله يې يو ماشوم ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول د يوه اړونده خبرځاى د څرګندونو له مخې: دپيښې ټپيان په سنګين ولسوالۍ کې نږدې کلينيک ته ليږدول شوي دي او روغتيايي مسوولينو د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته