امنیت

دطالبانودډلې يوقوماندان اواته نورطالبان ووژل شول. .

کابل باختر د لړم پنځلسمه :
وسله والوطالبانو په جوزجان ولايت کې په څو پوځي قرارګاه و په بريدونو سره  دسر دروند زيان زغملي دي .
ددغې ډلې افرادو تيره شپه په قوش ټيپې ولسوالۍ کې دپوځيانو پرسنګرونو بريدونه وکړل  او په پاى کې  دسردروند زيان  په زغملو سره  تيښتې ته اړ شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان جنرال فقير محمد جوزجاني  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې ددغې ډلې ديوه قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي چې دطالبانو ددغو بريدونو له امله دسيمې څلور تنه ښځې ټپيانې شوې دي چې دغه ټپيانې دامنيتي ځواکونو له خوا ددرملنې لپاره دسيمې روغتونونو ته  ليږدولې شوې دي .
طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته