نړۍ

دامريکا په لاس ويګاس ښارکې دبريد له امله دسردزيان دشمير زياتوالى

واشنګټن اي بي  سي  باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دامريکا په لاس ويګاس ښارکې دپروني بريد له امله  نهه پنځوس تنه وژل شوي   
او پنځه سوه اووه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي، پخواپه دې پيښه کې دوژل شويو کسانو شمير پنځوس تنه بلل شوى وو.
باخترآژانس داي  بي  سي  دانترنټي سايت له خولې خبر راکړ ؛ ددغې پيښې بريدګر چې استيفن  پداک  نوميده  زيات ناوړه پلانونه لرل  ځکه پوليسو  په     نيوادا ايالت کې دده په کور کې نوولس ماشينګنه ،. څو زره ګولۍ او يوه زياته اندازه  چاوديدونکي توکي پيدا کړي دي.
استيفن پداک  دمندلاى باى هوتل له  ٣٢ پوړ څخه  دموسيقۍ په يوه فيستوال  چې په پرانستي فضا کې يې دوام درلود  ، ډزې وکړې.
ده له ډزو  مخکې  په امنيتي ګارد ډزې  کړې وې او وروسته يې  په ننداره کوونکو ډزې وکړې او دپوليسو دڅرګندونوله مخې  وروسته يې  ځان وواژه.
پوليس وايي چې يرغلګر وسلې په لسو جوړو دريشيو کې  هوټل ته ليږدولې وې  اوله بريد څخه څلور ورځې مخکې  هوټل ته ورغلى و.
ددغه بريدمسووليت  د داعش ډلې ادعا کړې ده . خو دامريکاد پوليسو دفدرال ادارې دغه ادعا رد  کړې ده او پوليس  په دې اړوند او دغه راز دبريد دانګيزې په باره کې څيړنې کوي.
پاى فذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته