سیاست

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون: د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې له دغه کمېسیون سره همکاري نه کوي

کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ٩ نيټه :
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي چې د بهرینو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو د عملي کولو په برخه کې د دغه وزارت له مرستې څخه خوښ نه دی.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د يوې مطبوعاتي اعلامیې  په لېږل سره باختر آژانس ته لیکلي دي: د بهرنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو طرحه چې پکې اوسني حالت کې یو لړ اصلاحات او هم په راتلونکې کې د اصلاحي کړنو سلسله شامله ده، د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۰۲۰ لار ښوونې له مخې، په انګلیسي او بهرنیو ژبو باندې د کارکوونکو د سویې ازموینه، په دغه وزارت کې د اصلاحي کړنو له جملې څخه وه چې له دغه وزارت سره په څو څلې هوکړې سربېره،  تر اوسه نه ده عملي شوې، په داسې حال کې چې د جمهور رییس له لار ښوونې سره سم، د ازموینو د ترسره کولو د پروسې لګښت ورکړ شوی دی.
د کمېسیون او بهرنیوچارو وزارت د ګډ مهال وېش له مخې، ټاکل شوې وه د  ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کې د دغه وزارت له کار کوونکو څخه د ژبې ظرفیت معلولو ازموینه پيل شي. دغه مهال وېش له رسنیو سره هم شریک شو او د ازموینې د کړنلارې له تصویب او پلي کولو لپاره یې د زمینې د برابرولو لپاره کمېسیون هیله من و چې د ازموینې پایلې به تر دسمبر پورې وروستۍ او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې شي چې په پرله پسې څارنې سر بېره، داسې ونه شول.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د بهرنیو چارو وزارت ګډې ارزونې ښيي چې د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کار کوونکي په انګلیسي ژبې او د ملګرو ملتونو د کارونې پر یوه ژبه باندې د لازم پوهاوي د نشتوالي له امله، نشي کولای د دندې اړوند ټولې چارې په ښه توګه پرمخ یوسي.
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت، د ژبې په اړه، د دغه وزارت د کارکوونکو د چنګاښ میاشتې رپوټ جمهور رییس ته وړاندې کړی و، خو هغه ارزونه د ټافل، ای بي ټي او ایلټس له معیارونو سره برابره نه وه او د کمېسیون له خوا و نه منل شوه.
د جمهور رییس د حکم له مخې، تقاعد ته د دغه وزارت د ۲۴ تنو کارکوونکو او لوړ پوړو د یپلوماتانو سوق کېدل، له ارزونې وروسته د لېسانس له کچې ټيټې درجې زده کړو د ۴۹ تنو کار کوونکو منفکي او د بهرنیو چارو وزارت سازماني جوړښت د اصلاح په برخه کې ابتدايي کړنې، په دغه وزارت کې له مخکې اصلاحي کړنو څخه وې.
د ارزونې له مخې، غیر متناسبه او غیر مسلکي ګومارنې، استخدامي پړسوب «تورم» په سیاسي او قونسلي څانګو کې د دندې له پای ته رسېدو وروسته، د کادرونو تېښته، د دندو په ټاکلو کې سیاسي او د خپلوۍ اړیکې، ترفېع، مکافات او مجازات، په پراختیايي برخو په تېره، د سفارتونو او قونسلګریو پروژو په برخه کې فساد او ناغېړي، سیاسي څانګو ته د وزارت د بود یجې ناسم انډول، د درجې معیار له مخې د سیاسي څانګو د طبقه بندۍ نشتوالی، د وزارت د بودیجې د لګولو په برخه کې د پلاني لرلید نشتوالی، د اړیکو اهمیت او د کادرونو د روزنې په برخه کې د دوامداره او منظم عملياتي پلان نشتوالی، د بهرنیو چارو په وزارت کې له کمزورو برخو څخه دي.
د یوې فعاله، مسلکي، اغېزمنې، ژمنې او له اوسنیو ستندردونو سره سم، د د یپلوماسۍ دستګاه لرل او د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست د لومړیتوب له مخې، د دیپلوماسي د ستګاه د سازماني جوړښت او د انساني او مادي سرچینو تنظیم، د بهرنیو چارو وزارت له اصلاحاتي موخو څخه دي.
پای – ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته