سیاست

د افغانستان په توقیف خونوکې د وسله والو جګړو له زندانیانو سره د چلند په باب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي ( يوناما ) او د هغه سازمان د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ د دفتر لخوا د خپور شوي کلني رپوټ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهور

کابلباختر د کب د مياشتې ٦ نيټه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغانستان په توقیف خونوکې د وسله والو جګړو له زندانیانو سره د چلند په باب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د مرستندويه پلاوي ( يوناما ) او د هغه سازمان د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ د دفتر لخوا خپور شوی کلنی رپوټ تل جدي نیولی او په هغه کې شاملو ادعاوو ته د رسیدګۍ لپاره ژمن دی.
د زندانیانو شکنجه او له هغو سره ناوړه چلند د اساسي قانون د احکامو، په هېواد کې د نافذو قوانینو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پالیسۍ خلاف عمل دی.
د یوناما د سږکال د رپوټ له مخې د افغانستان په توقیف خونوکې د شکنجې او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په مواردوکې په سلوکې۱۴ کموالی راغلی دی چې دغه مسئله د تېرو کلونو په پرتله مثبت بدلون ښکاره کوي. له دې سره سره، د افغانستان جمهوري دولت په دغه پرمختګ قناعت نه دی کړی او په توقیف خونوکې په بشپړه توګه د شکنجې او ناوړه چلند له منځه وړلو ته ژمن دی.
دغې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان جمهوري دولت د " شکنجي د له منځه وړلو ملي پروګرام " تر نامه لاندې یو لړ نوي اقدامات چې د یوناما له رپوټ سره جوخت خپاره شوي، ترلاس لاندې نیولي دي. په پام کې ده چې دغه پروګرام د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون، د مدني ټولنې له بنسټونو او له نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ کې پلی شي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د مرستندويه پلاوي ( يوناما ) او د هغه سازمان د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ له دفتر څخه بشري حقونو او د زندانیانو وضعیت ته د هغوی د پاملرنې له امله مننه او قدرداني کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته