ټولنه

خبرتيا:

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دکار ، ټوليزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت خبرتيا :
په کابل ښارکې په اوونۍ کې دپنځو ورځو کار او د دوو ورځورخصتيوله مخې دکاردپيل اوپاى رژيم.
دتلې دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه دکب دمياشتې تر پاى پورې:
دکارپيل دسهارپه اتوبجواودکارپاى د ماسپښين دلمانځه داداکولواو ډوډۍ خوړلو لپاره د غرمې له ١٢ بجو څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې ديو ساعت ځند په پام کې نيولو سره د مازيګر په ٤ بجو:
په اوونۍ کې دشپږو ورځو کار له مخې دکابل ولايت په ولسواليو او بانکونو او دهيواد په ولايتونو کې دکار دپيل او پاى رژيم
– دتلې دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه دکب دمياشتې تر پاى پورې :
دکار پيل دسهار په اتوبجو او ديرشو دقيقو او دکار پاى دماسپښين دلمانځه د ادا کولو او د ډوډۍ خورلو لپاره دغرمې له دولسو بجوڅخه له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې ديوساعت ځنډ په پام کې نيولو سره له غرمې وروسته په دريو بجو او ديرشو دقيقو او دپنجشنبې په ورځو دکار پيل دسهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو او دکار پاى له غرمې وروسته په يوه بجه او ديرشو دقيقو
په توليدي ، خدماتي موسسو ،تل فعالو برخو ،نشراتي ،روغتيايي پوهنې او د لوړو زده کړو په موسسو کې دکار وختونه دې اړونده ادارې دکار دخصوصيتونو ، د اړوندو لايحو او مقررو او داقليمي شرايطو په پام کې نيولو سره دکال په دويمه شپږ مياشتو کې دخپل کار رژيم په اوونۍ کې د ٣٥ ساعتونو له مخې تنظيم او عيار کړي.     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته