کابلباختر د سنبلي١٢
دبغلان ولايت پوليسو نن يوتن د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره اودپيښې عامل يي ونيوه .
تورن چې څه موده مخکې د بغلان ولايت او سيدونکي محمدقسيم يې دبغلان _نهرين په لاره کې تښتولي وو دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
دنهرين ولسوال عبدالستار هاتف باخترآژانس ته وويل : دغه سړى د يوې انسان تښتوونکي ډلې مشر دى چې دمحمدقسيم د خلاصون په بدل کې يې دوه سوه زره افغاني غوښتې وې چې په قضيه کې دپوليسو په اقدام او د سيمي د خلکو په همکارۍ تښتول شوى سړى له قيد اوشرط پرته آزاد شو .
هاتف زياته کړه ، چې په دغو عملياتو کې د دوو کلاشينکوفونو اود يوې پيکا په ګډون درې ميله وسله هم د امنيتي ځواکو نو لاسته ورغلې ده .
خبرځاى زياته کړه تښتول شوى سړى چې بشپړه رو غتيا لري، کورنۍ ته يې وسپارل شو .
ديو بل خبر له مخي :
پوليسو پرون په نهرين ولسوالۍ کې يوتن د وژنې په تور ونيوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل ، چې تورن درې ورځې مخکې دمحمدظاهر په نامه يو سړى د تومانچې په ډزو سره و ژلى و چې دپوليسو له خوا د نهرين ولسوالۍ په
آب بچه ساحه کې ونيول شو .
دغه خبرځاى ددغې وژنې علت کورنۍ دښمني و بلله .
1 1 دقیقه لوستل