سیاستخبرونهامنیتاقتصادTOP

جمهوررییس د یو شمېر وزارتونوسرپرست وزیران او لوی درستیز معرفي کړل

کابل/ دغبرگولي ۲۹مه/ باختر

جمهوررییس محمد اشرف غني نن مازیګر په ارګ کې د ملي دفاع، کورنیو چارو او د کلیو او پراختیا وزارتونو د سرپرستانو او د وسله وال پوځ د لوی درستیز د معرفي په مراسمو کې د امنیتي سکتور ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

جمهوررییس غني د یادو وزارتونو له مخکېنیو مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ نویو سرپرستانو ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه وې ویل: جګړه طالب پیل کړې او مسوول یې همدوی دي. موږ د سولې لپاره منظمه طرحه له نړیوالو او افغانانو سره شریکه کړه، خو د طالب طرحه چېرته ده؟

جمهوررییس غني د طالبانو له لوري  د عامه تاسیساتو ورانولو ته په اشارې وویل: طالبان د تورو شبکو په اشاره افغانستان ورانوي، دوی باید یو انتخاب وکړي، سوله کوي او که له افغان ولس سره دښمنۍ ته دوام ورکوي؟ که دښمني کوي، ولس به یې په قاطعیت ځواب ورکړي.

جمهوررییس غني وویل: موږ د مسوول نظام او مشروع دولت په توګه په جګړه کې ټولو بشري قوانینو ته ژمن یوو، خو طالبانو دغه ټول قوانین تر پښو لاندې کړي او افغانستان ورانوي.

جمهوررییس د ملکي تلفاتو زیاتېدو ته په اشارې پر بین المللي ټولنې غږ وکړ: د طالبانو په اړه بې طرفه پاتې نشي او ومني چې په جګړه کې د دوی له لوري زموږ بشري حقونه په عمدي توګه نقض کېږي.

په دغو مراسمو کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب وویل چې وروستي تغییرات د امنیتي سکتور  تر ارزونې  وروسته د همغږۍ زیاتوالي او په ښه ډول د خلکو د امنیت د تامین لپاره رامنځته شوي.

د ملي دفاع، کورنیو چارو او کلیو پراختیا وزارتونو سرپرست وزیرانو ژمنه وکړه چې د واحد ټیم په توګه به چارې پرمخ یوسي. په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت مخکېني لوی درستیز ستر جنرال یاسین ضیا ته د هغه د خدمتونو د قدر په موخه د وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته