کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٢٥ :
د روزګان ولايت يو پخوانى جهادي قوماندان او سيمه ييز مشر نن د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو په بريدکې شهيد شو.
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک له باختر آژانس سره په اړيکه کې ددغه
سيمه ييز مشر او د پخواني جهادي قوماندان ترور تائيد کړ او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى.
مخکې له دې طالبان د دغه شان پيښو عاملين بلل کيدل.
1 د یوې دقیقې څخه لږ