سیاست

هغه نوماندان چې خپلې شتمنۍ يې نه دې ثبت کړې؛ د انتخاباتي شکايتونو کميسيون ته معرفي کيږي

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
دجمهوري رياست درې تنه نوماندان چې خپلې شتمنۍ يې د انتخاباتو په کميسيون کې  نه دې ثبتې کړې؛ د انتخاباتي شکايتونوکميسيون ته معرفي کيږي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دانتخاباتو دخپلواک کميسيون يو تن مسوول رسنيو ته ويلي دي چې ديوولسو تنو نوماندانو له جملې څخه اتو تنو يې خپلې شتمنۍ ثبتې کړې دي او بانکي حساب يې پرانستى دى او خپل مالي استازي يې هم معرفي کړي دي، خو دريو تنو نورو نوماندانو تراوسه پورې دا کار نه دى کړى.
د ده په باور دا کار انتخاباتي سرغړونه بلل کيږي او دغه درې تنه به د انتخاباتي شکايتونوکميسيون ته معرفي شي.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له پروګرام سره سم نوماندانوبايددانتخاباتي مبارزو له پيل کيدومخکې خپلې شتمنۍ ثبتې کړې واى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته