سیاست

له اداري فساد سره دمبارزې دعالي ادارې رييس : داطلاعاتو او فرهنګ په وزير لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥
له اداري فساد سره دمبارزې عالي ادارې  دغه تورونه  چې ګڼې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې په يومليون ډالرو  مزې چړچې شوي دي په کلکه رد کړل .
باخترآژانس دملي راډيو ټلويزيون درپوټ له مخې  خبر ورکړ :  دا لومړى ځل نه دى چې داطلاعاتو او فرهنګ په وزير دمغرضو افرادو له خوا د پيسو او لرغونو  آثارو د حيف او ميل تور لګول کيږي .  څه موده مخکې دپنځوسو قلمو تاريخي آثارو د قاچاقو په باب يوه بله کاذبه  خبره  طرحه شوه چې له نيکه مرغه د دسيسه کوونکو له مختورۍ پرته بله پايله يې نه درلوده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په کابل کې له خبريالانو سره په غونډه کې وويل : ديوولسو کلونو کار او خدمت په موده کې په  پرله پسې توګه بايد په دې طمعه
ونه اوسم  چې ټول له ماسره موافق او له ما څخه خوشحاله  وي پريږدې  له دغه وزارت څخه څو تنه اخراج شوي کسان هر تور چې غواړي ودې لګوي.
له اداري فساد سره دمبارزې دعالي اداري رييس ډاکتر عزيز الله لودين داطلاعاتو او فرهنګ په  وزير لګول شوي تورونه  په کلکه رد کړل .
دى  داطلاعاتو او فرهنګ وزيرته دصادق او هيواد پال شخص په توګه خطاب کوي او له ډله ييزو رسنيو څخه غواړي چې دملي شخصيتونو له ترور څخه ډ ډه وکړي او د ډاکتررهين په شان دصادقو او زړه سواندو  اشخاصو ترڅنګ و دريږي او دهغوى ملاتړ وکړي.
دغه تورونه  په داسې حال کې طرحه کيږي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير پخوا د دوه سوه نهه ويشتو  زرو ډالرو د صورت حساب په باب مفصل معلومات  وړاندې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته