سیاست

د هندوستان سفير له حاجي محمد محقق سره وکتل

کابل باختر د ثور ٢٢
په کابل کې د هندوستان سفير منپريت وهرا د اجراييه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره د وزيرانو شورا په ماڼۍ کې وکتل .
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد د روانو حالاتو او د دواړو لورو د همکارۍ د پراختيا د زمينو په باب خبرې وکړې .
هندوستان له افغانستان سره ستر مرستندوى بلل کيږي چې د افغانستان د بيا جوړولو په برخه کې يې مهمې پروژې پلې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته