ښوونه او روزنه

دښوونکو دستونزو دڅيړنې کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د تلي اوولسمه :
دښوونکو دستونزو دڅيړنې دکميسيون  لومړي غونډه  دپوهنې وزارت  دسرپرست فاروق وردګ په مشري  جوړه شوه .
  دباختراژانس دخبر له مخې ،  دغه کميسيون  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي له لارښوونې سره سم  دماليې ، عدليې او دکار او ټولنيزو چارو دوزارتونو او داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون دواکمنو استازو په غړيتوب  جوړ شوى دى . چې دښوونکو دستونزو دلرې کولو او دهغوى دژوندانه دښه والي په خاطر عملي لارې  چارې ولټوي .
ددغه کميسيون په لومړي غونډه کې  په دې لاره کې  دپوهنې وزارت  لنډ مهالې او اوږدمهالې طرحې  وڅيړل شوې .
دغه راز په غونډه کې له جمهور رييس څخه وغوښتل شول چې  ولايتي مقاماتو اومسوولينو ته لارښوونه  وشي چې په ښوونکو داستوګنې دنمرو دويشلو په خاطر ښارګوټو په جوړولو کې  ناغيړي ونه کړي .
دغه  راز دښوونکو دترفيع ګانواو دهغوى دسيمه ئيزو معاشونو دورکړې موضوع په دې غونډه کې وڅيړل شوه .
  ويل کيږي  چې دکميسيون له پريکړې سره سم  تر دريو مياشتو پورې به  په ښوونکو  داستوګنې دنمرو دويشلو کار ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته