امنیت

په نورستان کې يوې درې ته د يوبس موټر د لويد و له امله ١٨ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دپارون ښار باختردسلواغې دمياشتې٢نيټه :
په نورستان ولايت کې  يوې درې ته د يو بس موټر دغورځيدو له  امله درې  ماشومان ووژل شول او څه ناڅه پنځلس تنه نورټپيان  شول.                              
دغه پيښه پرون ناوخته په نورګرام ولسوالۍ کې  هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکې بس  موټر له سړک څخه ووت او يوې درې ته ولويد.                      
په نورستان ولايت کې يوه سيمه ييزخبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل  په دغه  پيښه کې درې تنه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه ناڅه ١٥  تنه نور ټپيان شول.                                                                              
ويل کيږي ددغې ترافيکي پيښې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .       
له بلې خوا په نورستان ولايت کې ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې ترافيکي  پيښې دڅه ناڅه شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ وباله .
په نورستان ولايت کې د واټونو خرابوالى د دغه شان ترافيکي پيښو درامنځته کيدو علت بلل شوى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته