سیاست

جمهوررئیس غني: ولایتي شوراګانې د سیمه ییزې حکومتوالۍ په بهیرکې اساسي رول لري

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني نن سهار له والیانو، د ټولو ولایتونو د ولایتي شوراګانو اداري پلاوي، امنیه قوماندانانو او د ولایتونو د ملي امنیت رئیسانو سره خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ویډیو کنفرانس کې د هېواد جمهور رئیس له هغوی څخه، په ناامنه ولسوالیو کې د حکومت د حضور د پیاوړتیا، د ځمکو د غصب د مخنیوي، د غصب شوې ځمکې او غاصبینو د فهرست او اندازې د برابرولو او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخو کې د موثرې همغږي او همکاري مننه وکړه.
جمهور رئیس وویل، حکومت په پرمختیایي چارو کې د ولایتي شوراګانو د مشارکت د ښه والي په خاطر د هېواد د نافذه قوانینو مطابق د ولایتونو په دویم سل ورځني پلان کې ګټورې او موثرې برنامې ځای کړې دي.
جمهور رئیس غني د ولایتي شوراګانو غړو ته ډاډ ورکړ، چې ولایتي شوراګانې په سیمه ییزه حکومتوالۍ کې د خلکو د استازو په توګه اساسي رول ولري.
محمداشرف غني د ولایتي شوراګانو څارونکی رول ته په اشارې وویل، د ولایتي شورا هیڅ غړی په انفرادي توګه د ولایت د ادارو په چارو کې د څارنې او مداخلې حق نه لري او د ولایتي شورا هر غړی چې د ولایت د ادارو په چارو کې مداخله وکړي، نو تعقیب به شي.
هغه وویل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره دنده لري، چې د ولایتي شوراګانو مالي خپلواکي چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پالیسۍ په تعدیل کې یې وضاحت ورکړل شوی دی، نهایي کړي.
جمهور رئیس وویل، د ۱۵ ولایتي شوراګانو ودانۍ بشپړې شوې دي. د ۶ ولایتي شوراګانو په ودانیو کار روان دی او کوښښ کوو، چې د نورو ولایتونو د ولایتي شوراګانو د ودانیو کار هم بشپړ شي.
همدارنګه جمهور رئیس وویل، د ۱۳۹۵ل کال په بودجه کې د ټولو ولایتي شوراګانو لپاره نقلیه وسایط هم په پام کې نیول شوي دي او په نږدې راتلوونکي کې به داستخدام قانون ته په پام د ولایتي شوراګانو د ملکي خدماتو کارکوونکي د ولایت له تشکیل څخه جلا او په مستقل ډول د ولایتي شوراګانو په خدمت کې وي.
جمهور رئیس دېته په اشارې، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې لارښوونه کړې، چې په ولایتي شوراګانو کې د مسلکي کسانو استخدام ته پام وکړي وویل، ولایتي شوراګانې دې په خپلو ادارو او نورو ادارو کې د ملکي خدماتو د کارکوونکو په استخدام کې چاته د مداخلې اجازه نه ورکوي.
جمهور رئیس د ولایتي شورا انتخاباتو ته په اشارې وویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو قانون مطابق د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي د ټاکنو د ترسره کولو مسوولیت  لري.
جمهور رئیس د ټاکنو کمیسیون ته لارښوونه وکړه، چې د روان کال د لړم په ۲۴ په ټول هېواد کې د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې رڼې او پر یو وخت ترسره کړي.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، هیچاته د ولایتي شوراګانو د داخلي ټاکنو د اوږدولو او په هغو کې د مداخلې اجازه نه ورکول کېږي او همدارنګه والیان مکلف دي، چې د شفافو ټاکنو د ترسره کولو زمینه برابره کړي او امنیتي ځواکونه دې د یادو ټاکنو امنیت تامین کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته