امنیت

چين دافغانستان دبدخشان په واخان کې يوه غرنۍ لوا جوړوي

کابل باخترد مرغومي ٨  نيټه :
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې  چين دافغانستان اردو ته  دبدخشان په واخان کې يوه غرنۍ لوا جوړوي.
دبدخشان واخان دچين او افغانستان ترمنځ ګډه پوله ده  اوپه دغه ځاى کې  دتروريستي ډلود شتون  خطر زيات دى.
دملي دفاع  وزارت وياند جنرال دولت وزيري وايي ؛ چين موافقه  کړې ده  چې دبدخشان په دغې ولسوالۍ کې  يوه غرنۍ لوا جوړوي.
ددغې پروژې  په باب موافقه  بيجينګ ته دافغانستان دملي دفاع دوزير طارق شاه بهرامي دسفر په بهيرکې شوې ده.
دغه راز له چين څخه  غوښتنه شوې ده  چې  دافغان پوځيانو دروزنې په برخه کې دې  خپلې مرستې پراخې کړي.
دغه راز دافغانستان دملي دفاع وزير له  چين څخه  له ډاراچونې سره دمبارزې په کار کې هم  دزياتې همکارۍ غوښتنه کړې ده .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې  بيجينګ  په وروستيووختو کې   دافغانستان ، پاکستان  او چين  دبهرنيو چارو  دوزيرانو ددرې اړخيزې غونډې  ډګر و او  چين په افغانستان کې دسولې دخبرو  ددوام او دکابل او اسلام آباد
ترمنځ داړيکو دعادي کولو ملاتړ  وکړ.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته