امنیت

د جوزجان د پوليسو يو افسر د وسله والو طالبانو په بريدکې شهيدشو

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٧ :
دجوزجان ولايت دپوليسو دعامه نظم دقطعې مرستيال نن د وسله والو طالبانو په بريدکې شهيد شو.
په دې پيښه کې چې د شبرغان _ سرپل په لويه لاره کې دشبرغان ښار د سه شنبه د سيمې دکيکر تکجر په ساحه کې رامنځته شوه؛ دپوليسو دوه تنه سرتيري هم شهيدان شول او اووه تنه نور پوځيان ټپيان شول.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوليسو دعامه نظم دپوځيانو او د لويې لارې د ساتنې د ځواکونو دګزمې په کاروان بريدوکړ.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالعزيز غيرت باخترآژانس ته وويل چې دطالبانو په دې بريدکې دپوليسو دعامه نظم دقطعې مرستيال انجينرقيوم له  دوو تنو امنيتي مامورينو سره دګزمې په بهيرکې ورباندې بريد وشو او شهيدان شول.
ويل کيږي په هغې جګړه کې چې د دواړو لوروترمنځ ونښته  څوتنه جګړه مارطالبان هم وژل شوي دي؛ خو دقيق  شمير يې لا تراوسه پورې څرگند نه دى.
په همدې حال کې د جوزجان ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست ډاکتر فريد حبيب په دې پيښه کې دټپي سرتيرو حالت مخ په ښه والى وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته