امنیت

ډاکتر فيروزالدين فيروز د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست په سرپرست بريد وغانده

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢١
د عامې روغتيا وزير د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست په سرپرست وسله وال بريد وغانده او د هېواد له امنيتي مرکزونو څخه يې وغوښتل چې د دغه بريد عاملين ونيسي او د قانون منګولوته يې وسپاري.
د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست په سرپرست ډاکتر محمد هاشم سعيدي نن سهار د دغه ولايت په مرکزکې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا ډزې وشوې او ټپي شو.
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو رييس محمد اسماعيل کاووسي چې په دې باب يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ د ډاکتر سعيدي روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله او څرګنده يې کړه چې د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز د دغې پيښې له امله خواشينې شوى دى او د خوست ولايت له امنيتي مرکزونو څخه يې غوښتي دي چې د دغه بريد د عاملينو په پيژندلو او نيولوکې هلې ځلې وکړي.
د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست په سرپرست بريد په داسې حال کې کيږي چې يوه ورځ مخکې د دغه ولايت د عامې روغتيا منسوبينو په خوست ښارکې نهه غير قانوني مرکزونه چې د پاکستاني اتباعو له خوا يې مديريت کيده؛ وتړل .
په خوست ولايت کې دغو مرکزونو د وزيرستاني مهاجرينو په راتګ سره په غيرقانوني ډول په فعاليت پيل کړى دى او خلکو د دغه ولايت د عامې روغتيا په رياست کې د دغو مرکزونو د بې کيفيته خدمتونو د وړاندې کولو په باب څوځلې شکايت کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته