امنیت

نهه طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
نهه وسله وال طالبان تېره شپه او پرون مازيګر په لغمان کې ووژل شول.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند شېرآقا امانزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د کوتالي او د اليشنګ ولسوالۍ بازار او د قرغيو ولسوالۍ د خروټو په ساحو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په هوايي او توپچي بريدونو کې ووژل شول.
د يو بل خبرله مخې:
يو وسله وال طالب د کونړ د اسمار او غازي آباد ولسواليو په تګلوري کې د افغان امنيتي او ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو او دوه نور یې ټپيان شول.
دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دغې لويې لارې تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.
ختم—ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته