سیاست

ايزديار: دپارلماني چارو مامورين دې په ټولو مسئلوکې بيطرفي او يوشان دخدمتونو وړاندې کول هير نه کړي .

-کابل باختر د سلواغې نولسمه :
دمشرانوجرګې اداري هيئت او دملي شورا ددواړومجلسونود دارالانشا رييسانو دسر څيړونکې مرستيال شاه سلطان  عاکفي  ته ددواړو مجلسونو دنښانونو په ورکولو سره  چې دسنامجلس په دارالانشا کې يې کاري  دوره پاى ته رسيدلې ده  مخه ښه وکړه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دسرڅيړونکې مرستيال شاه سلطان عاکفي  چې دسنامجلس  ددارالانشا دتقنيني  او مسلکي چارو مرستيال و په دې وروستيو وختو ېې دهيواد دجمهور رييس له حکم سره  سم دجمهوري رياست دچارو دادارې دلوى رياست دحقوقي ، تقنيني او قضايي چارو درييس په توګه ټاکل شوى دى .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دملي شورا دکنفرانسونو په تالار کې  جوړه شوې وه دمشرانوجرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار  دملي شورا دکاري چارو په پرمخ بيولو کې ددواړو مجلسونو ددارالانشا  دمنسوبينو رول ارزښتناک وباله اوهيله يې وکړه چې دپارلماني چارو کارکوونکي دې په ټولو مسئلو کې خپله بې طرفي اويوشان دخدمتونو اجرا کول هير نه کړي .
ده دملي شورا په دواړو مجلسونو کې دڅه دپاسه لسوکلونو په بهير کې دشاه سلطان عاکفي  کاري چلندونه دپارلماني کارکوونو لپاره ښه الګو اوبيلګه وبلله .
دغه راز دولسي جرګې دديني او فرهنګي چارو دکميسيون رييسې  سناتورې  ليلما احمدي، او ددغې جرګې ددارالانشا لوى رييس خداي نظر نصرت او دمشرانوجرګې ددارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله  هاشمي،عاکفي  ديوښه اوهڅاند مدير په توګه وباله  او په تيره يوه لسيزه کې يې  دهيواد دپارلمان په جوړولو او وده کې دده رول مثبت وباله .
وروسته شاه سلطان عاکفي  دده په نسبت دهيواد دجمهور رييس له اعتماد  څخه دمننې دڅرګندولو په ترڅ کې دملي شورا دسياسي او اداري مقاماتو په ګډون دمخه ښې  ددغه شان غونډو دجوړيدو له امله کور ودانۍ ووايه او د هيواد دپارلمان جوړول او پرمختګ يې دملي شورا دټولو غړو او دهغې دکارکوونکو دښوتدبيرونو او زحمتونو نتيجې او په پاى کې په هيواد کې ددموکراسۍ  په برخه کې  يوستر برياليتوب وباله او په راتلوونکې کې په ښه توګه ددندو دترسره کولو  لپاره  يې تيارى څرګند کړ .
په پاى کې دده دغوره خدمتونو ددرناوي لپاره دملي شورا ددواړو مجلسونو نښانونه او دګلوګيدۍ  دمشرانو جرګې  دمشرتابه هئيت او ددواړو مجلسونو ددارالانشا درييسانو له خوا شاه سلطان عاکفي  ته وړاندې شوې او دنوې دندې په اجرا کولو کې دده دبرياليتوب هيله وشوه .
  ديوبل خبر له مخې، دلوګر ولايت دمحمداغې ولسوالۍ يوشمير مشرانو نن دسنامجلس له لومړي نايب محمد علم ايزديار  اوددغه مجلس  له دويم نايب ډاکتر  محمد اصف صديقي سره په جلا جلا کتنو کې په لوګر ولايت کې د کرومايت ډبرو او دنورو لرغونو اثارو دقاچاقو له امله انديښنه څرګنده کړه .
دوى وويل: دغه قيمتي ډبرې  او ځينې لرغوني اثار چې ملي پانګه ده دشپې له خوا دنامعلومو اشخاصو  او افرادو په واسطه ايستل کيږي او ګاونډيو هيوادونو ته ليږدول کيږي او په ناڅيزو بيو پلورل کيږي .
دغه راز دوى خپلې يولړ سيمه ئيزې ستونزې او غوښتنې طرحه کړې او دکنجک دنيمه کاره روغتون  دکار دپلان تطبيق  دکليوالي او فرعي سړکونوجوړول ، دځوانانودکارموندلو  په لاره کې  دزمينې برابرولو ، دپوهنې په برخه کې پاملرنې او په تيره بيا دديني زده کړو په لاره کې ګاونډيو هيوادونوته دځوانانو ديون دمخنيوي لپاره  دديني مدرسو جوړولو او ځينو نورو مواردو ته اشاره وکړه او په دغو برخو کې يې دسنامجلس دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
وروسته دسنامجلس نايبانو ژمنه وکړه چې دغه ستونزې  به  داړوندو وزارتونو او بنسټونو سره طرحه کړي او دحل لارې چارې به يې ولټوي .
دغه راز دسنامجلس  لومړي نايب محمدعلم ايزديار  په يوه بله غونډه کې دملي دفاع وزارت داکمالاتو او پيرودنې درييس جنرال عبدالرحمان  غوري دفعاليتونو رپوټ واوريد .
ده دملي دفاع  وزارت داړتياو داکمالاتو او پيرودنې دڅرنګوالي په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې په خپل وخت په ښه کيفيت سره دخدمتونو دوړاندې کولو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ددغه وزارت ټول احتياطي  او جاري زيرمې له اکمالاتي موادو څخه  ډکې  دي .
ده زياته کړه چې په دې برخه کې به له پخوا زياتې هلې ځلې  وکړي چې دملي اردو ځواکونه داکمالاتي موادو له کمښت سره  مخامخ  نه شي .
دسنامجلس  لومړي نايب دخبرو په ترڅ کې وويل چې په خپل وخت دملي اردو داړتياو تامينول اوداړتيا وړ موادو اومالونو برابرول دجګړې په ډګرونو کې ددغو ځواکونو دزياتې پياوړتيا سبب کيږي .
ده دغه راز دچارودمسوولينو پاملرنه ددغو ځواکونو زيات سمبالولو  او اکمالاتو ته واړوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته