نړۍ

د پاکستاني طالبانو له خوا اوسنى اوربند به پاى ته ونه رسيږي

اسلام آباد- جيونيوز- باختر د وري دمياشتې ١٠
دپاکستان د جمعيت العلما د ګوند مشر او له حکومت سره د طالبانو د خبرو د کميټې رييس مولانا سميع الحق پرون د اوسنى اوربند د تمديد د احتمال خبر ورکړ.
دپاکستان دجيو ټلويزيون دخبرله مخې: سميع الحق د پاکستان دکورنيو چارو له وزير چوهدري نثار علي سره له خبرو ورسته په اسلام آباد کې خبريالانوته وويل چې په دغو خبروکې د طالبانو او دحکومت د دواړو کميټو د غړو پخواني څيرې وڅيړل شوې او د سولې بهير پرمخ ځي او ټينګاريې وکړ چې په دې لاره کې د عملي ګامونو پورته کولو ته اړتيا شته.
سميع الحق وويل چې ددغه پروګرام په باب به د خبرو په راتلوونکي پړاوکې کار وشي.
ده زياته کړه چې د طالبانو او دحکومت د دواړو کميټو بله غونډه په راتلوونکو دوه درې ورځوکې ترسره شي او حکومت به په دې غونډه کې خپلې نظريې روښانه کړي او له هغه وروسته به له طالبانو سره دخبرو د دويم پړاو ځاى او وخت وټاکل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته