سیاست

دحامد کرزي د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر د زمري شپږمه
د هند د پخواني جمهور رئیس اې.پي.جې عبدالکلام د وفات په مناسبت
د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامدکرزی د خواشینۍ پیغام

په ژورې خواشینۍ مې خبر تر لاسه کړ چې د هند پخوانی جمهور رئیس پروفیسور اې. پي.جې عبدالکلام وفات شوى دى.
غواړم په دې وسیله د دوست هیوادهند حکومت، خلکو او د متوفی کورنۍ ته خپل د تسلیت مراتب وړاندې کړم.
ارواښاد اې. پي.جې عبدالکلام نه یوازې د لوړ علمي او سیاسي مقام خاوند ؤ، بلکې یو ستر انسان دوست شخصیت هم ؤ. دی هند او نړۍ د یو ښه عالم او ستر انسان په توګه پیژاند.
ما د اې.پي.جې عبدالکلام د جمهوري ریاست په دوران کې له دغه ارواښادسره زياتې ليدنې کتنې لرلې او د ده د با ارزښته مشورو څخه مې زیاتې گټې تر لاسه کړي دي.
په پای کې دعاکوم چې لوی خدای (ج) دې ارواښاد اې. پي.جې عبدالکلام ته دفردوس جنت او دوستانو ته یې جمیل صبر په نصیب کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته