امنیت

د ننګرهار په خوږیاڼيوکې ۱۲سیمې له مخالفینو څخه تصفیه شوې

 کابل باختردليندۍ دمياشتې ٢٩نيټه :
افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهارپه خوږیاڼيو ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۲سیمې د وسله ‌والو مخالفینو له شتون څخه پاکې کړې دي.  
د ننګرهار د والي د دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې دغه سیمې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تصفیه شوې او د وسله‌ والو مخالفینو یوه اندازه پوځي تجهیزات هم د افغان ځواکونو ځواکونولاسته ورغلي دي دي.  
اعلامیه زیاتوي: اوس هم په خوږیاڼو او سره رود ولسوالیوکې چاڼيزعملیات دوام لري.                                                                                                                دغه راز افغان ځواکونو تېره شپه د یوه کمین په نتیجه کې په مومندرې ولسوالۍ کې پنځه زره ګولۍ، کیمیاوي مواد او پوځي جامې نیولې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه مواد په یوه مازدا ډوله موټرکې ځای پرځای شوي وو چې  موټرچلوونکی د شپې له تیارې څخه په استفادې سره له سیمې څخه په تېښتې بریالی شوی دی.   
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته