ټولنه

په لوګرکې د ژوندانه په چاپېريال ساتنه کې د خلکو پر رول ټينګار وشو

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
د ژوندانه چاپېريال ساتنې نړيواله اوونۍ، د «هوا له ککړتيا سره د مبارزې» په نړيوال شعار سره پرون په لوګرکې ونمانځل شوه.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دولتي ادارو د مسوولينو او رييسانو، ديني عالمانو، د ولايتي شورا او مدني ټولنې د استازو او غړیو، محصلينو او ځوانانو په ګډون جوړه شوه؛ د لوګر د والي مرستيال جنرال محمد نبي احمدزي د ژوندانه چاپېريال ساتنې د ارزښت او د ژوندانه په چاپېريال ساتنه کې د خلکو او علمي ټولنو د رول او له اړوندو ادارو سره د همکارۍ په باب خبرې وکړې.
په غونډه کې د ژوندانه چاپېريال ساتنې رييس انجنير احمد جاويد نور د دغې ادارې د فعاليتونو، هدفونو او پروګرامونو په باب خبرې وکړې او له برخه والو څخه يې وغوښتل چې د چاپېريال ساتنې په لاره کې له دغه رياست سره همکارى وکړي.
نورو وينا والو هم د ژوندانه چاپېريال ساتنې د ارزښت او د هېواد د خپلواکۍ په بېرته ترلاسه کولو کې زموږ د نېکونو په تېره بيا د غازي امان الله خان د سرښندنو په باب خبرې وکړې او خپلې علمي مقالې او حماسي شعرونه يې ولوستل او هغه تمثيلي ټوټه چې د هېواد د روانو ستونزو منعکس کوونکې وه؛ هنرمندانو يې اجرا کړه.
  ختم – سعيده -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته