سیاست

د مشرانوجرګې، د لوى څارنوالي د تشکيل، دندو او صلاحيتونو قانون تصويب کړ

کابل- باختر دمرغومي ديرشمه:
د سنامجلس د رييس فضل  هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې په ننني فوق العاده غونډه کې د څارنوالي د تشکيل ، دندو او صلاحيتونو د قانون پاتې مادې تصويب شوې.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دغه قانون چې د تقنين ، عدلي او د قضايي چارو په کميسيون او په نورو کميسيونونو کې ترتدقيق او مطالعې لاندې نيول شوى و؛ د سناتورانو ، حاجي عبدالله ، محمد حسن هوتک او دنظر محمد فقيري له خوا ماده په ماده مجلس ته وړاندې شو او د سناتورانو دنظر له  څرګنديدو وروسته، په کلي توګه تصويب شو .
دڅارنوالي دتشکيل ، دندو او صلاحيتونو قانون د افغانستان د اساسي قانون په ١٣٤ ماده کې له ليکل شوى حکم سره سم، وضع شوى دى چې په ټوليز ه توګه اته فصلو نه او ٤١ مادې لري او هدفونه يې د څارنوالي په تشکيل ، دندو اوصلاحيتونو پورې د اړوندو چارو تنظيم، دقانون دواکمنۍ د ټينګښت او دعدالت دتامينولو په مقصد، د فردي او عامه حقوقو او ازاديو ساتنه ، دڅارنوالي  د ادارې دڅارنوالانو او دملکي خدمتونو د کارکوونکو د ذاتي چاروتنظيم او د څارنوالانو د اړوندو چارو او د جزايي او تاديبي مسووليت تنظيم دى .
د مشرانو جرګې ددغه قانون په تصويب سره، د دويم تقنيني کال د دويم اجلاس په بهيرکې ټول شل قوانين تصويب او تعديل کړي دي او په داسې حال کې د خپلې يو نيم مياشتني ژمني رخصتي د روان کال د سلواغې د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه پيلوي چې په مشرانوجرګه کې هيڅ قانون له تصويب پرته پاتې نه دى او د ١٣٩٢مالي کال دملي بودجې مسوده هم په ټاکلې زماني محدوده کې په کميسيونونو کې د هغې له تدقيق او مطالعاتو وروسته دسنا مجلس له پيشنهادي نظريو سره جوخته پخوا ولسي جرګې ته ليږل شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته