کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دلومړي مرستيال ارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم دمړينې په مناسبت دبهرنيو چارو وزارت دتشريفاتو په سالون کې دتعزيت کتاب کيښودل شو .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى د دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
نن له غرمې مخکې په لسو بجو دبهرنيو چارو په وزارت کې دبهرنيو مقاماتو ،
سفيرانو او کور ديپلوماتيک غړو او په کابل کې د نړيوالو سازمانونو او مرکزونو دمسوولينو دتعزيت د ليکلو په مقصد کيښودل شو چې دسفيرانو او کور ديپلوماتيک غړي په هغه کې دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وليکي .
دغه کتاب به د روان کال دکب دمياشتې تر يو ويشتمې نيټې پورې دچهارشنبې
د ورځې له غرمې وروسته تر څلور بجو پورې دبهرنيو چارو وزارت دتشريفاتو په سالون کې پرانستي وي .
1 1 دقیقه لوستل