کابل باختر دکب درې ويشتمه :
هغه سړى چې دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې خپله ميرمن او يوبل سړى وژلي و ، نن دپوليسو له خوا ونيول شو .
دغه سړي چې دانجيل ولسوالۍ اوسنى اوسيدونکى دى څو ورځې مخکې خپله کابو ديرش کلنه ميرمن له يوبل سړي سره دپټو په واسطه زندى کړې وه .
دانجيل ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دکشفي کار له مخې، ددغې ولسوالۍ په پوران کلي کې ونيول شو او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهادباختراژانس ته وويل چې تورن خپل اوښى هم خپل جرمي شريک بللى دى چې همدااوس دپوليسو تر څارنې لاندې دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ