امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي په فراه کې ووژل شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣
دوه تنه ماين ښخوونکي  پرون د ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر ويندوى  باختر اژانس ته خبرورکړ:
دغه  افراد  هغه  وخت ووژل شول چې غوښتل يې دوسايطو ضد يو ماين  دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په سړک کې ښخ کړي  چې  ماين  دښخولو پرمهال وچاوديد او ماين ښخوونکو  ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې :   پنځه تنه وسله وال مخالفين پرون په قندهار ولايت کې دملي اردو دمنسوبينو له خوا دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر ويندوى  باختر آژانس ته خبر ورکړ :  دملي اردو منسوبينو يو لړ چاڼيز عمليات دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته