غزنى باختر دليندي نولسمه :
د څوارلسو شهيدانو پاتې کسانو او دولسو تنو ټپيانو پرون په غزني ولايت کې د جمهوري رياست نغدي مرستې ترلاسه کړې .
دباختر آژانس د خبرله مخې:
دغه مرستې د جمهوري رياست له خوا ترسره شوې چې د هر شهيد له کورنۍ سره ١٠٠ زره افغانۍ او په هر ټپى ٥٠٠ زره افغانۍ نغدې پيسې وويشل شوې.
د غزني د والي مرستيال محمد عارف واحدي د دغو مرستو د ويشلو په وخت کې وويل چې دغه مرستې له هغوکورنيو سره ترسره شوې دي چې د دوى دکورنۍ غړي د روان کال په بهيرکې په تروريستي بريدونوکې شهيدان او يا ټپيان شوي دي .
ختم _ سعيده _ اکرم