سیاست

دهېواد دشمال او شمال ختيځو سيمو دخلکو دسيمه ييزو ستونزو دڅيړنې لپاره دکابينې له وزيرانو سره دجمهوررييس دفوق العاده استازي غونډه

کابل  باختر دکب دمياشتې  ٩  :
د جمهوررئيس فوق العاده استازى احمدضيا مسعود نن  د پوهنې ، لوړو زده کړو  ، دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  او دانرژۍ او اوبو له وزيرانو ، دملي دفاع ، کورنيو چارو  ، کانونو  ، عامې روغتيا اود کرنې او اوبو لګولو دوزارتونو له معينانو  او دسيمه ييزو ارګانونو  له استازي سره  دتخار، کندز ، بدخشان ، بغلان  او دسمنګانو دولايتونو دخلکو دستونزو دڅيړنې په موخه  يوه غونډه وکړه.
دجمهوررئيس دفوق العاده استازي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په هغه سفر کې چې  په دې وروستيو وختو کې داصلاحاتو او ښيې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رييس فوق العاده استازى دغو ولايتونو ته وکړ، خلکو خپلې ستونزې په ليکلي ډول  دجمهوررييس دفوق العاده استازي سره طرحه کړې  چې دهغو په حل کولو اقدام وشي .
دجمهوررييس فوق العاده استازي هم  له خلکو سره په کتنه کې  ژمنه وکړه  چې دخلکو ستونزې په مرکز کې  له مسوولو مقاماتو سره طرحه کړي چې دحل کولو لپاره يې  جدي اقدام وشي .
په دې غونډه کې  برخه والو وزيرانو او معينانو ژمنه وکړه  چې دحکومت دتوان په حدودو کې دخلکو دستونزو دڅيړنې لپاره  جدي اقدام کوي .
په دې غونډه کې  دجمهور رييس فوق العاده استازي ټينګار وکړ چې په ځينو ولايتونو کې دامنيت نشتوالى  ددې سبب شوى دى  چې اقتصادي او دبيا رغاونې پروګرامونه ډير کم او آن په ځينو سيمو کې هيڅ شتون ونلري.
دغه راز دسيمه ييزو اقتصادي پروګرامونو نشتوالى ، وزګارتيا او دټولګټوپروژو  نه تطبيق  دخلکو دژوندانه دلارې پرسر دستونزو دپيدا کيدو سبب  شوي دي.
احمدضيا مسعود له ټولو سکتوري ادارو او وزارتونو څخه وغوښتل چې ددغو ولايتونو دخلکو ستونزې مشخصې کړي او دحل کولو  لپاره يې جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
وروسته دامنيتي بنسټونو مسوولينو  په را روان پسرلي کې دتروريستو طالبانو او دنورو تروريستي ډلو په وړاندې د خپلو نويو پروګرامونو خبر ورکړ او ويې ويل  : چې دهېواد امنيتي ځواکونه په راروان پسرلي کي په منظم او همغږي تياري سره  او دجزوتامونو دسمبالولو له لارې  دهېواد په ټولو سيمو کې دامنيت دتامينولو په لاره کې هڅه او هاند کوي.
دغه رازسکتوري وزيرانو دهېواددشمال او شمال ختيځو ولايتونود اوسيدونکو د  وړانديزونو له مخې څرګنده  کړه چې په   ١٣٩٥ کال کې په دغو ولايتونو کې زياتې پروژې په پام کې نيولې شوې دي.
دعامې روغتيا وزارت دروغتونونو د جوړولو ، دنرژۍ او اوبو او دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا   وزارتونو  دسلګونو ټولګټو پروژو د  تطبيق او د  بريښنا دبندونو د جوړولو او دبدخشان د حلقوي سړک ددويمې برخې دکار دپيلولو، دپوهنې وزارت دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دنويو ښوونځيو د جوړولو او دنيمه کاره پروژو دپرمخ بيولو  او د لوړو زده کړو وزارت  دځينو پوهنځيو په درسي سيستم کې دنوي نظر دکولو خبرورکړ چې کيداى شي ددغو ولايتونو اوسيدونکو ته  زياتې هيلې  رامنځته کړي.
دجمهوررييس فوق العاده استازي په غونډه کې دسکتوري وزارتونو له خوا دمعلوماتو  له ترلاسه کولو وروسته وويل ؛  چې دلومړيتوبونو په پام کې نيولو سره دې  ، دخلکو ستونزې وڅيړلې  شي  چې  په لرې پرتو کليو کې دخلکو د ژوندانه په حال کې بدلون رامنځته شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته